افغانستانخبرسیمه

درې افغان اتباع د اذربایجان له پولې څخه د تېرېدو پر مهال ونیول شول

د دید خبري اژانس: درې افغان اتباع د ایران له پولې څخه د اذربایجان جمهوریت ته د غیرقانوني تېرېدو هڅه کولو پرمهال ونیول شول.

د APA په وینا، د اذربایجان د دولتي سرحدي خدماتو مطبوعاتي مرکز اعلان وکړ چې دا کسان د لنکران سرحدي واحد د مسؤلیت په ساحه کې د سرحدي ځواکونو د عملیاتو په جریان کې نیول شوي دي.

د راپور له مخې، د دې پیښې په اړه پلتنه او تحقیقاتي اقدامات لاهم روان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button