افغانستانخبر

له شاه او عروس بند څخه د کابل ښار ۱۷مې ناحیې ته د اوبو رسولو تړون لاسلیک شو

د دید خبري اژانس: د یو ملیارد افغانیو په ارزښت د کابل ښار تر ۱۷مې ناحیې پورې د شاه او عروس بند څخه د اوبو رسولو پروژې د تطبیق قرارداد د اوبو رسولو او ښاري فاضله اوبو د ریاست او د پکتیا موج قراردادي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار وايي، د دې پروژې موخه د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرول دي او اټکل کېږي چې شاوخوا پنځوس زره کسان به ترې ګټه واخلي.

هغه زياته کړه: د دغې پروژې په چوکاټ کې به په هره ثانيه کې سل ليتره سطحي اوبه د شاه او عروس له بند څخه او په يوه ثانيه کې سل ليتره اوبه له پنځو ژورو څاګانو څخه کار واخلي. په دې توګه به په دې پروژه کې د اوبو رسولو ټولیز ظرفیت په یوه ثانیه کې ۲۰۰ لیترو ته ورسیږي.

د دې پروژې د پلي کولو ټولیز لګښت یو میلیارد افغانۍ دی او ټاکل شوې چې په درېیو کلونو کې بشپړ شي او وروسته به ګټې اخیستنې ته وړاندې شي.

د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button