د دید خبري اژانس: سعودي عربستان د واکسیناسیون پروګرامونو او د پولیو سره د مبارزې لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مالي مرستې اعلان کړی دی.

سعودي عربستان د پولیو سره د مبارزې او د ماشومانو د واکسین کولو پروګرامونو ملاتړ لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مالي مرستې اعلان کړی دی. دا مرسته په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس د پیښو شمیر زیات شوی او د هیواد په ځینو سیمو کې واکسینونو ته د ماشومانو د لاسرسي په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملک سلمان د مرستې مرکز، د نړیوال روغتیا سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره د دوو تړونونو په چوکاټ کې، دا مالي مرسته د ۳۷۰ میلیونه ماشومانو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې ده.
د راپور له مخې، د دې ټولې مرستې ۳۰۰ میلیونه ډالر په ځانګړي ډول د مخنیوي پروګرامونو پیاوړتیا، د ویروس د خپریدو څارنه، د روغتیا خدماتو چمتو کول او د افغانستان او پاکستان په ګډون د لوړ خطر لرونکو هیوادونو کې د عامه پوهاوي لوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.