د دید خبري اژانس: په تخار او بغلان ولایتونو کې په دوو جلا ترافیکي پیښو کې ۹ تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دا پیښې نن سهار د موټرو د چپه کیدو وروسته رامنځته شوې دي.

د تخار د پولیسو د قوماندانۍ ویاند نقیب الله مسرور وویل چې نن سهار شاوخوا ۲ بجې د کلفګان ولسوالۍ په “ګزیستان” سیمه کې یو هینو موټر له سړک څخه اوښتی دی.
د هغه په وینا، په دې پیښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. د پیښې په اړه د خبر ترلاسه کولو وروسته، امنیتي ځواکونو ټپیان د درملنې لپاره د تخار ولایتي روغتون ته لیږدولي دي.
د بغلان ولایت په یوه بله پیښه کې، د ترافیکو د ولایتي ادارې مشر نذیرالله عابدي راپور ورکړی چې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې پیښه شاوخوا ۳:۳۰ بجې د ډنډ غوري ولسوالۍ په “ارباب کوڅه” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د عابدي په وینا، یو ۳۰۳ موټر چې له مزار شریف څخه پلخمري ته روان و، له سړک څخه ووت او له یوه فولډر موټر سره ټکر شو.