د دید خبری اژانس: ازبکستان او پولنډ د افغانستان او عراق بازارونو ته د پولنډی مالونو د انتقال لپاره له ازبکستان څخه د ټرانزیټی مرکز په توګه د استفادې د امکان په هکله بحث وکړ.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې اعلان کړی، چې د پولنډ د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر داریوش یدلینا په مشرۍ د پولنډ د سوداګرو یو ۱۴ کسیز پلاوی د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په دې کتنه کې ګډون کړی و.
په دې کتنه کې د انرژۍ، ساختماني، لوجستیک، بیمې، کیمیاوي صنایعو، املاکو، مصنوعي ځیرکتیا او 3D ماډلینګ په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لورو همدا راز د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، له ټرانسپورټي زیربناوو څخه د اغېزمنې استفادې او افغانستان او عراق ته د مالونو د لېږد لپاره د نویو لارو پر جوړولو هم خبرې وکړې.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د شرکتونو ترمنځ د مستقیمو سوداګریزو غونډو په جوړولو او د دواړو هېوادونو د ګټو په برخو کې د ګډو پروژو پر پراختیا هوکړه وکړه.