خبرنړۍ

ایټالیا د سعودي عربستان څخه د خپلو پوځي الوتکو یوه برخه وایستل

د دید خبري اژانس: د ایټالیا ورځپاڼې “لا ریپبلیکا” راپور ورکړی چې ایټالیا د یمن د وروستي برید وروسته د سعودي عربستان د الطائف له اډې څخه د خپلو پوځي الوتکو یوه برخه ایستلې ده.

د راپور له مخې، د الوتکو ایستل په پټو عملیاتو کې ترسره شوي او دوه C-130J ټرانسپورټي الوتکې د هغو لومړنیو الوتکو څخه وې چې د دوی د ډیر زیان منونکي والي له امله له اډې څخه لیږدول شوې وې.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د الطائف په اډه کې د څلورو ایټالوي یوروفایټرونو څخه یوه د یمن په وروستي برید کې زیانمنه شوه.

د الوتکې د یوې برخې د لیږد سره سره، په سلګونو ایټالوي پوځي ځواکونه لاهم په اډه کې شتون لري، او په هیواد کې حکومتي چارواکي او استخباراتي ادارې په سعودي عربستان کې د ایټالوي ځواکونو د دوامداره شتون په اړه څیړنه کوي.

په ورته وخت کې، یمني سرچینو، په سعودي عربستان کې د ایټالوي پوځي شتون ته په اشارې سره ویلي چې یمن د ایټالیا سره په جګړه کې نه دی، مګر دوی په سعودي عربستان کې د هیواد د پوځي الوتکو د شتون په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button