افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري له ۲ ملیارد ډالرو څخه زیات شو
د دید خبري اژانس: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې له ۲ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې شوې او د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې له ۲ میلیاردو ډالرو څخه اوښتې ده. په بلخ کې د ازبکستان د صادرونکو اتحادیې چارواکو اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې له ۸۰۰ میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱.۸۵۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوی دی.
د بلخ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له ازبکستان سره د سوداګرۍ پراختیا د افغانستان د اړتیا وړ توکو په برابرولو، د بیو د لوړوالي په مخنیوي او د هیواد په بازارونو کې د ذخیرې په کمولو کې اغېزمن تمامېدای شي.