خبرنړۍ

د برینټ خام تېلو بیه د ۹۶ ډالرو څخه لوړه شوه

د دید خبري اژانس: د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکیچونو له زیاتیدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ د برینټ خام تېلو بیه د هر بیرل له ۹۶ ډالرو څخه زیاته شوه. په یوه وخت کې د برینټ بیه په ۹۵.۹۱ ډالرو وه، چې په پنځو اونیو کې یې تر ټولو لوړه کچه وه.

رویټرز راپور ورکړ چې د تېلو په رسولو کې د خنډونو په اړه اندیښنې، په ځانګړې توګه د هرمز د ستراتیژیک تنګي په لاره کې، د بیو د لوړیدو اصلي عوامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button