افغانستانخبر

طالبانو د ظاهر مسرور لپاره د معافیت کارت صادر کړ

د دید خبري اژانس: د طالبانو د شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون اعلان وکړ چې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو پخوانی استازی ظاهر مسرور ته د معافیت کارت ورکړل شوی دی.

د دې کارت صادرول په داسې وخت کې شوي چې یوناما په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د غړو په وړاندې د وژنو او هدفمند بریدونو قضیې ثبت کړې دي.

طالبان ټینګار کوي چې د ډلې د مشر د عمومي بخښنې فرمان نافذ پاتې دی او پخواني سرتیري او چارواکي باید د غچ اخیستنې تابع نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button