افغانستانخبر

د باران او سیلاب احتمال؛ د اوو ولایتونو لپاره خبرداری ورکړل شوی

د دید خبري اژانس: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د اسد په ۱۸، د یکشنبې په ورځ د هیواد په اوو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال اعلان کړی دی.

د باران او سیلاب احتمال؛ د اوو ولایتونو لپاره خبرداری ورکړل شوی
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د اسد په ۱۸، د یکشنبې په ورځ د هیواد په اوو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې د اعلان له مخې، د بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، خوست او پروان ولایتونه د باران سره مخ دي او د دې ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۳۰ ملی مترو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په جنوب ختیځ، سویل او لویدیځ برخو کې د ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو احتمال هم اعلان کړی دی.

دې سازمان د زیان منونکو سیمو له اوسیدونکو څخه غوښتي چې د درنو بارانونو او د اوبو د کچې د لوړېدو په وخت کې سیندونو، د اوبو لارو او سیلاب ځپلو سیمو ته له نږدې کیدو څخه ډډه وکړي او د خوندیتوب مشورې په جدي توګه واخلي.

د هوا نوې خبرداری په داسې حال کې راځي چې په وروستیو ورځو کې په یو شمیر ولایتونو کې سخت بارانونه د سیلابونو او د ژوند او ملکیت د زیان لامل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button