افغانستانخبر

په زابل کې د مسافرو بس چپه شو او ۴۹ کسان ټپیان شول

د دید خبري اژانس: د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته نږدې د باکورزو په سیمه کې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس د سړک څخه د اوښتو وروسته د چپه کیدو له امله ۴۹ کسان ټپیان شول.

د زابل د عامې روغتیا رییس میرویس افغان وویل چې ټول ټپیان د درملنې لپاره د زابل ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

د چارواکو په وینا، د پیښې لامل لا تر اوسه نه دی معلوم او په اړه یې پلټنې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button