افغانستان او قرغزستان د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
د دید خبری اژانس: په بیشکک کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د دواړو هیوادونو د سیاسی چارواکو ترمنځ په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، د اقتصادی او ټرانزیټی ملګرتیاو په پراختیا او د کابل او بیشکک ترمنځ د سیاسی خبرواترو په دوام ټینګار وشو.

افغانستان او قرغزستان د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
په بیشکک کې د طالبانو سفارت اعلان کړی چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي مرستیال ډاکټر عبدالحی قانت دغه ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت له څلورم سیاسي مرستیال میربیک باکیتوویچ سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. په دې غونډه کې په قرغزستان کې د طالبانو د سفارت مشر عبدالشکور حقاني هم حضور درلود.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سياسي، اقتصادي او قونسلګرۍ د همکاريو د پراختيا، د سوداګرۍ د پراختيا، ټرانزيټ او د متقابلو ګټو د نورو موضوعاتو په باب خبرې اترې او د نظريو تبادله وکړه. چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سیاسي اړیکو پر دوام او په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې طالبانو او د منځنۍ آسیا هېوادونو په وروستیو میاشتو کې د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراخولو هڅې زیاتې کړي او کابل هڅه کوي چې په سیمه ییزو لارو کې خپل رول پیاوړی کړي.