خبرنړۍ

شینباوم: د امریکا نوې تعرفې به د مکسیکو اقتصاد بې ثباته نه کړي

د دید خبري اژانس: د مکسیکو ولسمشر، د امریکا د نویو تعرفو په اړه اندیښنې رد کړې، ټینګار یې وکړ چې د هیواد اقتصاد په کافي اندازه باثباته دی او د واشنګټن پریکړه به د مکسیکو په اقتصادي بهیر باندې د پام وړ اغیزه ونلري.

د متحده ایالاتو لخوا د نویو تعرفو د لګولو په ځواب کې، د مکسیکو ولسمشرې کلاوډیا شینباوم اعلان وکړ چې دا اقدامات به د هغې د هیواد په اقتصاد باندې د پام وړ اغیزه ونلري.

د مکسیکو اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره، هغې وویل چې حکومت د اقتصادي ثبات ساتلو او د تولیدونکو او صادرونکو ملاتړ لپاره اړین پلانونه لري.

شینباوم د سوداګرۍ تړونونو په چوکاټ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په دوام هم ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button