اسلایدشوافغانستانخبرروغتیا

په کندهار کې د عینو مینې روغتون د ۱.۵ ملیون ډالرو په لګښت د جدي پاملرنې په واحد سمبال شو

د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کندهار ته د خپل سفر په جریان کې د ۱.۵ ملیون ډالرو په لګښت د ۳۵۰ بستریز عینو مینې روغتون د جدي پاملرنې واحد (ICU) پرانیست.

په کندهار کې د عینو مینې روغتون د ۱.۵ ملیون ډالرو په لګښت د جدي پاملرنې واحد سره سمبال شو
جلالي د دې واحد د پرانیستلو پر مهال وویل چې دا ۱۵ بسترونه او معیاري تجهیزات لري او روغتیايي خدمات به اړمنو ناروغانو ته وړاندې شي.

هغه د سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۵۰ ملیون افغانیو په ارزښت د عمومي روغتون د بنسټ ډبره هم کېښوده.

هغه زیاته کړه چې هغه هڅه کوي چې په هیواد کې روغتیايي خدمات پراخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button