د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی چې د مخابراتي خدماتو وړاندې کونکو ته تر راتلونکې یکشنبې پورې وخت ورکړل شوی چې د ټلیفون او انټرنیټ د تعرفو کې وروستی زیاتوالی لغوه کړي او نرخونه بیرته خپلو پخوانیو کچو ته راولي.

طالبان: مخابراتي شرکتونه به د یکشنبې تر ورځې پورې بیې راټیټې کړي
د وزارت په وینا، د خدماتو د نرخونو د زیاتوالي مسله د مخابراتي شرکتونو د استازو سره په ګډه غونډه کې راپورته شوه او له دوی څخه وغوښتل شول چې د ټاکل شوي نیټې دننه د خپل نرخونو جوړښت اصلاح کړي. د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت ټینګار وکړ چې د نرخونو هر ډول زیاتوالی باید د دې ادارې لخوا همغږي او تصویب شي.
دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې په وروستیو ورځو کې د مخابراتي لګښتونو زیاتوالی د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د ټلیفون او انټرنیټ د لوړو لګښتونو په اړه نارضایتي څرګنده کړه.