د دید خبري اژانس: د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت اعلان وکړ چې د ډیجیټل خدماتو او ټیکنالوژۍ د پراختیا ستراتیژۍ په چوکاټ کې یې په رسمي ډول د خپل برانډ نوم “E&Afghanistan” ته بدل کړی او د دې شرکت ګرځنده مالي خدمات به له اوس څخه د “E&Money” په نوم وړاندې شي.

د دغه شرکت مسوولینو ویلي، چې دغه نوې پېژندنه په افغانستان کې د پېرودونکو لپاره د نوښتګرو خدمتونو د وړاندې کولو او د بدلون د پروګرام یوه برخه ده او د لا پرمختللو محصولاتو او خدماتو د وړاندې کولو بنسټ به برابر کړي.
د دې شرکت اجراییوي رییس عبدالله الجزیري وویل چې “E&Afghanistan” به په نویو ټیکنالوژیو تکیه کولو سره کاروونکو ته نور پرمختللي مخابراتي او ډیجیټل خدمات وړاندې کړي. هغه همدارنګه اعلان وکړ چې د دې شرکت د ګرځنده مالي خدماتو څانګه به له اوس څخه د “E&Money” برانډ لاندې فعالیت وکړي.
د افغانستان اتصالات چې په ۲۰۰۷ کال کې یې په هېواد کې فعالیت پیل کړ، د متحده عربي اماراتو د “&E” ګروپ یوه برخه ده او دا مهال له اوو میلیونو څخه زیات فعال پیرودونکي لري.
دا د نوم بدلون په داسې حال کې رامینځته شوی چې “&E” ګروپ په وروستیو کلونو کې په بیلابیلو بازارونو کې د خپلو برانډونو ادغام پروسه تعقیب کړې او د ډیجیټل خدماتو ، مالي ټیکنالوژیو او نوي مخابراتي حلونو پراختیا باندې یې ډیر تمرکز کړی.