اسلایدشوامنیت او حوادثجګرهخبرنړۍ

په جنوبي لبنان کې سختې شخړې؛ د ډزو پراخه تبادله او د اسراییلو هوايي یرغل

د دید خبري اژانس: سیمه ایزو سرچینو د لبنان په مختلفو محورونو کښې د حزب الله د ځواکونو او د اسرائیلو د پوځ ترمنځ د نښتو د زیاتیدو خبر ورکړ. نښتې د سختو ډزو، هوايي او توپچي بریدونو او د ټپیانو د ایستلو لپاره د اسراییلي چورلکو د استولو سره وشوې.

د لبنان د جنوب په څو محورونو کې نن د جمعې په سهار د حزب الله د ځواکونو او د اسرائيلو د پوځ ترمنځ سختې نښتې دوام لري او سيمه ييزې سرچينې د پراخو ډزو، د راکټونو او توغنديو د ډزو او د درنو توپخانو د حملو خبر ورکوي. د دغو سرچینو په وینا، تر اوسه د اسرائیلو پنځه پوځي موټرونه په نښه شوي او د اسرائیلي پوځ څلور چورلکې د ټپیانو د لېږدولو لپاره سیمې ته ننوتلي دي.

تر ټولو سختې نښتې د کفرتبنیت، کفرجوز، جبل الرفیع او علي الطاهر محور په شاوخوا کې شوې دي. هغه سیمې چې د حزب الله په وینا، “د دښمن د نفوذ لپاره به ناباوره پاتې وي.” دغې ډلې په یوه بیان کې اعلان کړی، چې د دوی جنګیالي به د لبنان په دفاع کې د «کربلا حماسه» جوړ کړي.

له بلې خوا اسراييلي جنګياليو د زبدين او شوکين ترمنځ په مرج الصفا دوه هوايي بريدونه کړي او په ورته وخت کې د کفررمان، کفرجوز، حاروف، الريحان او الشرقيه سيمې هم په هوايي بريدونو کې په نښه شوي دي. سیمه ییزو سرچینو د النبطیه ښار او شاوخوا سیمو باندې د درنو توپونو د ویشتلو خبر ورکړی دی.

په عین حال کې د اسرائیلو ځینو ټیلیګرام چینلونو له خپلو اوریدونکو غوښتی دی چې د لبنان په جنوب کې د پوځیانو د ژوند د ژغورلو لپاره دعا وکړی چې دا د صهیونیسټ رژیم د نښتو د شدت او د تلفاتو د اندازې نښه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button