افغانستانخبر

سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۹۹ میلیونه ډالر مرسته وکړ

د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا (OCHA) اعلان وکړ چې د سویډن حکومت د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲۸ میلیونه کرونور، چې د ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالرو سره برابر دي، مرسته کړې ده. اوچا د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې د دې نوې مرستې ستاینه وکړه.

سویډن د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۹۹ میلیونه ډالر مرسته کوي
په افغانستان کې د اوچا دفتر نن (یکشنبه، د جوزا ۲۴مه) اعلان وکړ چې سویډن په افغانستان کې د بشري مرستو د ملاتړ لپاره نوې مالي مرسته ځانګړې کړې ده. د دې اعلان له مخې، ۲۸ میلیونه سویډني کرونو، چې نږدې درې میلیونه ډالر دي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوي دي.

اوچا د دې اقدام ستاینه کوي، ټینګار کوي چې دا مرسته د ملیونونو زیان منونکو افغان اتباعو د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button