افغانستانخبرسپورت

د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو لوبډله د مرکزي آسیا په سیالیو کې دریمه پرله پسې ماتې وخوړه

د دید خبري اژانس: د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي آسیا په سیالیو کې په خپله دریمه لوبه کې د تاجکستان په وړاندې ۲-۰ ماتې وخوړه.

د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله د مرکزي أسیا د فوټبال سیالیو کې په خپله دریمه لوبه کې د تاجکستان په وړاندې ۲-۰ ماتې وخوړه. دا لوبه په داسې حال کې ترسره شوه چې د خوزه انتونیو نوګیرا لوبغاړي د دوو پخوانیو ماتې جبرانولو لپاره میدان ته ننوتل، خو دوی ونه توانیدل چې مطلوبه پایله ترلاسه کړي.

د افغانستان ځوان ملي لوبغاړي مخکې له ترکمنستان او ازبکستان څخه ماتې خوړلې وه او تر اوسه یې په دې سیالیو کې نمرې نه دي ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو لوبډله د یکشنبې په ورځ، د ثور (غویي) په ۲۷مه، د ماسپښین په ۱۲:۰۰ بجو په خپله څلورمه لوبه کې له قرغزستان سره مخ شي.

د لوبډلې تخنیکي کارکوونکي هیله لري چې د افغانستان ځوان لوبغاړي به وکولی شي په پاتې سیالیو کې ښه فعالیت وکړي او د تیرو سیالیو خرابې پایلې جبران کړي.

د مرکزي آسیا د شل کلنو څخه کم عمره فوټبال سیالۍ په سیمه کې د ځوانو لوبغاړو لپاره یو له خورا مهمو روزنیزو ډګرونو څخه دی، چې دوی ته د تجربې ترلاسه کولو او د فوټبال مهارتونو د پراختیا لپاره ښه فرصت برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button