افغانستانخبرخبرې اترېنړۍ

انقره او کابل د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دید خبري اژانس: د طالبانو او ترکیې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیالانو په انقره کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي، د ترانزیټ د اسانتیاوو او د ګمرکي او ترانسپورټي ستونزو د حل په اړه د نظر تبادله وکړه.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د مالیې او اداري مرستیال مولوي شهاب الدین ثاقب د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته سفر کړی او د دغه هیواد د سوداګرۍ له مرستیال مصطفی توزجو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو نندارتونونو د جوړولو، د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزو ناستو، د سوداګرۍ د پراختیا کنفرانس او ​​د دواړو هیوادونو د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د مستقیمې ناستې د زمینې د برابرولو په اړه د نظر تبادله وکړه.

دغه راز د دواړو وزارتونو د ګډې کاري ډلې پر فعالولو هم ټینګار وشو، چې د هوکړه لیکونو تعقیب او د سوداګرۍ او پانګونې پلانونو ته وده ورکړي. په دې لړ کې د ترکیې د سوداګرۍ وزارت مرستیال کابل ته د سفر بلنه ورکړل شوې وه چې د ترکیې له لوري یې تود هرکلی وشو.

په دې کتنه کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال د هیواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې د فرصتونو او د بهرنیو پانګوالو لپاره د اسانتیاوو په اړه توضیحات ورکړل او له ترکي سوداګرو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button