خبرنړۍ

د “الصمود” بېړۍ دوه فعالان د بشري حقونو له پراخ فشار وروسته خوشې شول

د دید خبري اژانس: د “الصمود” بېړۍ دوه نړیوال فعالان، چې غزې ته د طبي مرستو په لېږدونکې کښتۍ باندې د اسراییلي سمندري ځواکونو له برید وروسته نیول شوي وو، د بشري حقونو سازمانونو د فشار او څو ورځو د لوږې اعتصاب وروسته خوشې شول او له اشغال شوي فلسطین څخه ووتل.

د رویټرز په وینا، د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې “سیف ابوکشک”، چې د اسپانیا تابعیت لرونکی فلسطیني الاصل فعال دی، او “تیاګو اویلا”، چې د برازیل څخه د چاپیریال او بشري حقونو فعال دی، د څو ورځو توقیف وروسته خوشې شول.

دا دوه فعالان د اپریل په ۲۹ مه وروسته له هغه ونیول شول چې د اسراییلو سمندري ځواکونو په نړیوالو اوبو کې د “الصمود” بېړۍ باندې برید وکړ او اشغال شویو سیمو ته ولیږدول شول.

د بشري حقونو فعالانو ویلي چې پر کښتۍ برید د ساحل څخه شاوخوا ۴۰ میله لرې او د ځمکنیو اوبو څخه بهر ترسره شو، او د نړیوال قانون له نظره یو غیرقانوني عمل ګڼل کیږي.

د “الصمود” بېړۍ د غزې د اوسیدونکو لپاره طبي او درمل جوړونکي مرستې لیږدولې، کله چې د اسراییلي پوځ لخوا ونیول شوه او د اشدود بندر ته ولیږدول شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button