افغانستانخبرسیمه

د ازبکستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته رسیدلی

د دید خبري اژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د قره‌قلپاقستان جمهوریت د دولتي او خصوصي سکتور یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د قره‌قلپاقستان د عالي شورا رییس امانبای اورین‌بایوف کوي، نن ماسپښین (شنبه، د ثور ۱۹مه) کابل ته رسیدلی.

د ازبکستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته رسیدلی
د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، ټاکل شوې ده چې پلاوی د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره د سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډې همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د پلاوي غړي به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په غونډه او سوداګریزو غونډو کې هم برخه واخلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړه چې ازبک پلاوی به بلخ ولایت ته خپل سفر ته دوام ورکړي او د سوداګریزو غونډو کې د ګډون سربیره به د ازبکستان جمهوریت د کورنیو محصولاتو نندارتون پرانیزي.

په دې وروستیو کې د کابل او تاشکند ترمنځ لیدنې او سوداګریزې اړیکې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button