۱۳ هېوادونو د “نړیوالې صمود بیړۍ” باندې د اسراییلو برید وغانده
د دید خبري اژانس: په یوه ګډه اعلامیه کې، د ۱۳ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د “نړیوالې صمود بیړۍ” باندې د اسراییلو رژیم برید په کلکه وغانده او دا یې د نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

په دې اعلامیه کې، چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې، د ترکیې، برازیل، اردن، موریتانیا، پاکستان، اسپانیا، مالیزیا، بنګله دیش، کولمبیا، مالدیپ، سویلي افریقا، لیبیا او اندونیزیا هیوادونو د دې سمندري کاروان پر وړاندې برید “غیرقانوني عمل” ګڼلی.
د دې بیان پر بنسټ، “نړیوالې صمود بیړۍ” یو ملکي او بشردوستانه نوښت و چې د غزې بشري وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام اړولو په هدف پیل شوی و.
د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په نړیوالو اوبو کې د بشردوستانه فعالانو نیول د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه وګڼله او د دوی د خوندیتوب په اړه یې جدي اندیښنه څرګنده کړه.
لاسلیک کونکو همدارنګه د اسراییلو له چارواکو وغوښتل چې د نیول شویو فعالانو د سمدستي خوشې کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
دغو هېوادونو همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ملکي وګړو د ساتنې، د نړیوال قانون د ملاتړ او د عاملینو د حساب ورکولو لپاره خپل “اخلاقي او قانوني مسؤلیتونه” ترسره کړي.