امنیت او حوادثبشري حقونهخبرنړۍ
روسیه په لبنان کې د اسراییلو د پوځي شتون د پای ته رسولو غوښتنه کوي
د دید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې اعلان وکړ چې اسراییل باید د لبنان له خاورې څخه ووځي او خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي.

هغه د اسراییلو پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل چې رژیم د UNIFIL سوله ساتونکي ماموریت ته درناوی نه کوي او ځواکونه یې په نښه کوي. د نبنزیا په وینا، دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه او د سیمې ثبات ته ګواښ دی.
د روسیې استازي د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک د پلي کولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او د اوربند د مراعاتولو او د لبنان په خاوره کې د اسراییلو د پوځي شتون د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.
هغه خبرداری ورکړ چې که دا وضعیت دوام ومومي او اسراییلي ځواکونه ونه وځي، په سیمه کې به د سولې هر ډول تړون نازک وي او د شخړو د زیاتیدو خطر به پاتې شي.