د اسراییلو بریدونو په لبنان کې له ۵۰۰۰۰ څخه ډیر کورونه ویجاړ کړل
د دید خبری اژانس: د الجزیرې یو نوی راپور ښیې چې په لبنان باندې د اسراییلو وروستیو بریدونو پراخه انساني او مالي زیانونه اړولي او یو بې ساري بحران یې رامینځته کړی دی.

د اسراییلو بریدونو په لبنان کې له ۵۰۰۰۰ څخه ډیر کورونه ویجاړ کړل
د راپور له مخې، د روان کال د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې، د اسراییلو د بریدونو په پایله کې د لبنان په مختلفو سیمو کې له ۵۰۰۰۰ څخه ډیر استوګنیز واحدونه ویجاړ شوي دي.
په ورته وخت کې، د انسانانو د تلفاتو شمیر له ۲۴۰۰ څخه ډیر مړینې ته رسیدلی او له یو ملیون څخه ډیر نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د مرستو سرچینو اعلان کړی چې ډیری کډوال د سرپناه، خواړو او طبي خدماتو له نشتوالي سره مخ دي، او په اغیزمنو سیمو کې د ژوند شرایط خورا ستونزمن شوي دي.
په ورته وخت کې، د بشري بحران د خپریدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي او د جګړې د بندولو او د بشري مرستو لیږلو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د بیړني اقدام غوښتنه شدیده شوې ده.