په لبنان کې د اسراییلو له خوا د اوربند تکراري سرغړونې
د دید خبري اژانس: پداسې حال کې چې د اسراییلو او لبنان ترمنځ د لس ورځني اوربند له اعلان څخه پنځه ورځې تیرې شوې، د لبنان رسنۍ د تړون د دوامداره سرغړونو او د هیواد په جنوب کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي راپور ورکوي.

د راپورونو له مخې، د اسراییلو پوځ په دې وروستیو ورځو کې څو ځله د جنوبي لبنان مختلفې سیمې په نښه کړې دي، په شمول د جبشیت ښار کې د شیخ راغب حرب جومات باندې هوایی برید، چې د ځایی سرچینو په وینا، ودانۍ ته یې دروند زیان اړولی دی. د لبنان رسنیو د اسراییلي ځواکونو لخوا د ابوذر د مقبرې او د رشاف کلي د شهیدانو د هدیرې د ویجاړیدو راپور هم ورکړی دی.
په یوه بل اقدام کې، د خیام په ښار کې د “شهیدانو تخنیکي او مسلکي ښوونځي” ودانۍ هم په بشپړه توګه د چاودنې له امله ویجاړه شوه.
د دې پرمختګونو په ځواب کې، د لبنان حزب الله مقاومت اعلان وکړ چې د اوربند له پلي کیدو راهیسې یې د لومړي ځل لپاره د اسراییل په شمال کې سیمې په نښه کړې دي. حزب الله دا هم ویلي چې اسراییل په تیرو څلورو ورځو کې له ۲۰۰ څخه زیاتې اوربند سرغړونې کړې دي.
د بریدونو شدت او غچ اخیستونکو اقداماتو د راپورونو له مخې د اوربند د نازکوالي او د شخړې د زیاتیدو احتمال په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.