اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

‏په میدان وردګ کې پر یوه مسافر وړونکي بس موټر د ماین چاودنه

دید خبرې آژانس: د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي بس د ماین چاودنې په پېښه کې یوه ښځه وژل شوې او شپږ کسه ټپیان شوي دي.

په میدان وردګ ولایت کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغې پېښې پخلی کړی دی.

دغه ریاست په اېکس پاڼه لیکلي:« د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په زرني سیمه کې یو پخوانی ښخ شوی ماین په ۵۸۰ ډوله بس موټر چاودلی، چې له امله یې ‏یوه مېرمن وژل شوې او ۶ تنه ټپیان دي.»

د سیداباد ولسوالۍ لپاره د طا-لبانو ولسوال عبدالغني اخندزاده سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، چې د ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی.

هغه وایي، پېښه هغه مهال وشوه چې دا مهال د سړک جوړېدو له امله موټرونه د اصلي سړک پرځای په فرعي سړک تګ راتګ کوي.

میدان وردګ یو له هغو ولایتونو دی، چې پکې د پخوانیو ناچاوده توکو او د ماین چاودنې پېښې ډېرې پېښېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا