یونېسف: د افغان نجونو زدهکړو او د هغوی پیاوړتیا ته ژمن یو
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د ښځې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ښې راتلونکې لپاره د افغان نجونو پیاوړتیا ته ژمن دی.

یونېسف ویلي چې، د ۱۸ زره ټولګیو له لارې یې د څه باندې ۳۶۰ زره نجونو له زدهکړو ملاتړ کړی دی.
افغانستان کې د یونېسف د اړیکو برخې سرپرسته کېټ پانډ وايي:«یونېسف د ښې راتلونکې لپاره د افغان نجونو په ګډون د ټولې نړۍ د نجونو پیاوړتیا ته ژمن دی. یونېسف په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۸ زره ټولګیو له لارې د ۳۶۱ زره نجونو له زدهکړو ملاتړ کړی دی.»
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره هم وايي، ښځې له افغانستانه نیولې بیا تر میانمار، سوډان، فلسطین او غزې پورې له کړاوه ډک ژوند لري. د نوموړې په وینا، د دغې ننګونې د حل لپاره ښځې باید په لویو او مهمو مسایلو کې مشارکت ولري.
له دې سره سم، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، اروپايي ټولنې او د “زدهکړې په تمه نشي پاتې کېدی” تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د نوښت اجراییه مدیرې هم په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې رییسه سیما باهوس په دې هکله وايي:«د واقعي حل لارو لپاره باید ښځې په پرېکړو کې شاملې وي. له افغانستانه تر کنګو، له فلسطین او غزې تر هایتي او میانمار، سوډان او تر هغې ور ها خوا، ښځې د جګړو، بېځایه کېدو او نورو سختیو کړاونه ګالي.»
تر دې مخکې اسلامي امارت په هېواد کې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب له ټينګار سربېره ویلي، چې په اسلامي او لوېدیځو هېوادونو کې د ښځو حقونه سره تفاوت لري او په وینا یې نه ښايي، چې دغې مسئلې ته په نه سترګه وکتل شي.