ملاله یوسفزۍ: «طا-لبانو» له نجونو د زدهکړو حق اخیستی
دید خبرې آژانس: د ښوونې او روزنې د برخې فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي چې، د افغانستان سرپرست حکومت له افغان نجونو د زدهکړو حق اخیستی دی.
اغلې یوسفزۍ چې، په اسلاماباد کې «په اسلامي ټولنو کې د ښځو زدهکړې، ننګونې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې غونډې په دویمه ورځ وینا کوله، ویلي چې، افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې، نجونې پهکې له زدهکړو بېبرخې دي.
ملالې یوسفزۍ په دې هکله ویلي:«دغه غونډه به خپله موخه ترلاسه نهکړي؛ کهچېرې د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو خبرې ونهکړو؛ ځکه افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې، پهکې له شپږم ټولګي پورته زدهکوونکې نجونې په بشپړه توګه له زدهکړو محرومې دي. له څه باندې ۳نیمو کلونو راهیسې طالبانو له هر افغانې نجلۍ د زدهکړو حق سلب کړی دی.»
د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل هم په هکله وايي:«اړتیا ده چې، اسلامي امارت د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، داسې نهچې له دغې موضوع کومه ستونزه رامنځته شي.»
له دې سره سم، په افغانستان کې د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا هم په دې غونده کې زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي ننګونه څو اړخیزه وبلله او زیاته یې کړه چې، د دغې ننګونې د حل لپاره په بېلابېلو کچو کې خبرو ته اړتیا ده.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن هم د همدې غونډې په لومړۍ ورځ په اسلامي ټولنو کې د زدهکړو پر اهمیت ټينګار وکړ.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي:«په ډېریو اسلامي هېوادونو کې مسلمانې ښځې د زدهکړو په برخو کې له ستونزو سره مخې دي او ګڼ لاملونه لري له هغې ډلې د لویو قدرتونو دوامداره بریدونه، کورنۍ جګړې، کلتوري توپیرونه او د سرچینو کمښت دی. دغه هېوادونه چې، د دولت او ټولنې د جوړونې په حال کې دي، ملاتړ ته اړتیا لري. دا هم اړینه ده چې، د علماوو او د نظر د خاوندانو خبرو ته هم پام وکړو او له هغو سره خبرې وکړو؛ څو پر شرایطو او ستونزو یې پوه شو او بیا له خپل نظره نه؛ بلکې د هغوی له نظره د هغوی لاسنیوی وکړو او د بریالیتوب او سوکالۍ په برخو کې ورسره همکاري وکړو؛ په ځانګړې توګه د ښځو د زدهکړو په برخه کې.»
د شریعت د استیناف څانګې غړې او د اسلامي ایډیولوژۍ شورا پخوانۍ رییسه قبله ایاز وايي:«په ځينو اسلامي هېوادونو کې دغه ستونزه شته. په یو شمېر هېوادونو کې د مذهبي باورونو لهمخې، په ځینو هېوادونو کې د کلتوري لاملونو پر بنسټ او په نورو هېوادونو کې بیا د فقر لهمخې.»
اسلامي امارت تراوسه د دغې غونډې په تړاو څه نهدي ویلي.
په دې غونډه کې د څه باندې ۴۰ اسلامي هېوادونو او د ځینو نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی؛ چې په اسلامي هېوادونو کې د ښځو د زدهکړو پر وړاندې شته ننګونې او همداراز فرصتونه وڅېړي.
د دغې غونډې په لومړۍ ورځ د اسلامي نړۍ د ټولنې مسوول وویل، دیني عالمان د ښځو د زدهکړو د حق په برخه کې اجماع لري.
ټاکل شوې، د دغې غونډې د دویمې ورځې په پای کې د ګډونوالو له لوري یو پرېکړهلیک هم صادر شي.