دید خبرې آژانس: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د هېواد د وضعیت د ښه کېدو لپاره پر سولې او پایېدونکي پرمختګ ټينګار کړی دی.

په دغې اعلامیه کې راغلي، چې قطر په خبرو کې د بشري حقونو د مسئلې د شاملولو او د سولې په بهیر کې د ښځو پر مشارکت ټینګار کوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې:«قطر په خبرو کې د بشري حقونو د اړوند مسایلو پر شاملولو په ځانګړې توګه د سولې او بیارغونې په بهیر کې د ښځو پر مشارکت او د زدهکړو او کاري فرصتونو لپاره د هغوی د حق پر تضمین ټينګار کوي.»
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو ادارې دریم سکرتر مشعل المنصوري د سویس په جنیوا کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د پراختیا لپاره مالي او تخنیکي سرچینې برابرې کړي. هغه د دې سربېره، د افغانانو د کړاوونو د کمښت لپاره د قطر پر بشري مرستو ټينګار کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي:«د قطر دولت له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د پراختیا او د افغانانو لپاره د مناسب ژوند د تضمین لپاره مالي او تخنیکي سرچینې برابرې کړي.»
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین د قطر د بشري مرستو د دوام په هرکلي سره وایي، چې پراختیایي پروګرامونه او بشري مرستې د افغانستان د ثبات او د بېوزلۍ د کمښت لپاره مهم رول لري.
ښاغلي شاهین ویلي:«د قطر دوست هېواد، چې د افغانستان تاریخ، ثقافت او ارزښتونو سره، ښه بلد دی او اړتیاوې یې ور معلومې دي مثبت رول ولوبوي. موږ داسې هڅو ته د قدر په سترګه ګورو.»
قطرهغه هېواد دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان په تړاو د نړۍوالو خبرو د بهیر په ځانګړې توګه د دوحې غونډو کوربتوب کړی دی.