قانع: درې بهرني وګړي او نیول شوي دي
دید خبرې آژانس: کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې په هېواد کې یې درې بهرني وګړي او یو ژباړن یې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمیتن قانع په دې هکله زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو کې دوه برېټانوي وګړي، چې د افغانستان تذکرې لري، یو امریکایی الاصله چینایی او د هغوی ژباړن شامل دی.
ښاغلي قانع ویلي، چې دغه کسان د «مشخصو دلایلو» له مخې نیول شوي او د هغوی د قضیې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«د ځینو ملاحظاتو پر بنسټ څلور کسان نیول شوي دي، دوه برېټانوي وګړي چې د افغانستان تذکره او پاسپورټ لري، یو امریکایی الاصله چینایی او د هغوی ژباړن. د دې موضوع د حل لپاره هڅې روانې دي او نور جزئیات به ډېر ژر وړاندې شي.»
تر دې وړاندې یو پخوانی کاناډايي سرتېری د هغو سرغړونو له امله، چې په افغانستان کې یې کړي و، نیول شوی و، چې وروسته د قطر په منځګړتوب خوشې شو.