اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

فطرت: د روسیې له‌ لوري له تور نوملړه د طا-لبانو نوم اېستنه مثبت ګام دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د روسیې له لوري د طا-لبانو نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه اېستل به د سیمې او افغانستان پر اړیکو مثبت اغېز ولري.

د طا-لبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طا-لبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو ویډیويي‌ کليپ خپور کړی او نوموړي د روسیې هغه ګام ستایلی، چې غواړي د دغې ډلې په اړه یې واخلي.

ښاغلی فطرت د روسیې له لوري د ترهګرو ډلو له نوملړه د طا-لبانو د نوم اېستل د اړیکو او تعاملاتو په برخه کې ګټور ګام ګڼي.

نوموړ وایي:« د افغانستان اسلامي امارت پر تعاملاتو باور لري او تعامل د ټولو خواو په ګټه دی.»

نوموړي له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې، چې د ممنوعه ډلو له نوملړه دې د طا-لبانو د نوم اېستلو په اړه غور وکړي.

څو ورځې وړاندې د روسیې د امنیتي سازمان مشر اعلان وکړ، چې هېواد یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طا-لبانو د نوم اېستلو په اړه “بیا کتنه” بشپړوي.

الکساندر بورتنیکوف ویلي و، د دا/عش خراسان او په دغه هېواد کې مېشتو نورو جهادي ډلو سره د مبارزې لپاره دا غوره ده، چې له طا-لبانو سره تماسونه ټینګ شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو له ډلې قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د روان کال په جون میاشت کې یې د طا-لبانو نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه وویست.

د راپورونو له مخې، د منځنۍ اسیا یوشمېر نور هېوادونه هم د ترهګرو له نوملړه د طا-لبانو د نوم د اېستلو په اړه غور کوي.

باورونه دا دي، چې د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه په دې لټه کې دې، چې په افغانستان کې د حاکمې ډلې سره د خپلو سوداګریزو اړیکو د ښه ساتلو په موخه ورته ګام اخلي؛ خو تاجکستان د افغانستان په ګاونډ کې هغه هېواد دی، چې لا یې په دې اړه څه نه دي ویلي او د طا-لبانو سره ښه اړیکي هم نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا