اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبان ومنله؛ یو زده‌کړیال په کابل کې وژل شوی دی

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ومنله، چې زده‌کړیال حمید جلال د دوی د ځواکونو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی.

ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طا-لب وسله‌والو د سه شنبې په ورځ په کابل ښار کې د جلال پر موټر هغه مهال ډزې وکړې او نوموړی یې وواژه، چې د هغه موټر د طا-لبانو له رینجر موټره مخکې شو.

د طا-لبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې «په پېښه کې ښکېل» کس یې نیولی دی.

قانع وايي:« دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده او له پلټنو وروسته به نوموړی پوځي محکمې ته ولېږل شي.»

د جلال کورنۍ ته نږدې وایی: چې نوموړی د سه شنبې په ورځ (د زمري په ۲۳مه) د خپلو ټولګي‌والو سره د خپل یو ملګري د واده مبارکۍ ته تللی و چې د لارې په اوږدو کې ووژل شو.

د حمید جلال یو خپلوان وايي، هغه د موټر شاتني سیټ کې ناست و چې دوه مرمۍ یې په سر لګېدلې وې.

طا-لبانو له ډزو وړاندې هغوی ته د درېدو په اړه څه نه و ویلي.

دغه سرچېنه وایي، د جلال کورنۍ له طالبانو غواړي چې قاتل ته دې سخته سزا ورکړل شي.

حمید جلال، د ننگرهار ولایت اوسېدونکی او د کابل په سلام خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې زده‌کړیال و، نوموړی سږ کال له دغه پوهنځي څخه فارغېدلو.

د سلام پوهنتون هم په یوې خبرتیا کې د دغه زده‌کړیال په وژنه غمرازي ښودلې ده.

دغه خصوصي پوهنتون ویلي، چې حمید جلال په یوې «غملړلې» پېښه کې وژل شوی دی.

په تېرو درېیو کالو کې د طا-لب وسله‌والو له‌خوا پر ولسي خلکو د ډزو ډېرې پېښې رپوټ شوې دي. خو تر اوسه طا-لبانو په دغو پېښو کې یو ښکېل کس ته هم سزا نه ده ورکړې او د دغو پېښو په اړه له څرګندونو هم په څنګ تېرېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا