اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

شریف: پاکستان یو سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي

دید خبرې آژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې کارول باید نور ودرول شي؛ پاکستان یو سوله‌ییز، باثباته او سوکاله افغانستان غواړي.

هغه دا رنګه ویلي، باید ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یو هېواد پرضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

هغه وایي، ‏یو باثباته افغانستان د سيمې د پرمختګ لپاره ډېر اړین دی.

د پاکستان لومړي وزیر په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشرېزې پرانستې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې په افغانستان کې بشري مرستو په برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.

د هغه په وینا، بې‌وزلي اقتصادي ستونزه نه؛ بلکې اخلاقي ستونزه ده، له سیمې څخه د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپاره اقدامات باید لومړیتوب ولري.

نوموړي وویل، د سیمه‌ییزې همکارۍ او اړیکو ته وده ورکول د دوامداره پرمختګ لپاره اړین دي.

تر دغې ناستې وړاندې هم د چین او پاکستان مشرانو په یو ګډ بیان کې په افغانستان کې له طا-لبانو غوښتي و، چې د «منځلاري» سیاست په خپلولو سره دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۳مه ناسته نن د اسلام اباد په کوربه‌توب پیل شوه.

که څه هم افغانستان په دغه سازمان کې د څار برخې غړی دی؛ خو په دغې ناسته کې طا-لبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د چین لومړي وزیر لي چیانګ، د روسیې لومړي وزیر میخایل میشوستین، د تاجکستان لومړي وزیر خیر رسول زاده، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف، د قرغزستان لومړي وزبر زاپاروف اکیلبي، د بېلاروس لومړي وزیر رومن ګولوچنکو، د قزاقستان لومړي وزیر اولاداس بانکتینوف او د تاجکستان لومړي وزیر ګوهر رسول زاده ګډون کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا