دید خبرې آژانس: په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ او د هغه اوکرایني سیال ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ لفظي شخړې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د امریکا د کانګرس ځینې غړي او چارواکي د ټرمپ او د هغه د مرستیال جيډي وینس د دریځ ملاتړ کوي، خو ځینې نور بیا دا چلند سپکوونکی او شرموونکی بولي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز په ایکس لیکلي: «ولسمشر ټرمپ د سولې لپاره هڅه کوي، او اقتصادي هوکړه د دې بهیر یوه برخه وه، خو زېلېنسکي د امریکا مرستې کمارزښته وښودې او بېاحترامي یې وکړه.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس هم ویلي: «په ډیپلوماسۍ او دموکراسۍ کې تر ټولو مهم اصل دا دی چې د اوکراین خلک په خپله د خپل راتلونکي تصمیم ونیسي.»
د امریکا د استازو جرګه کې د ډیموکراټانو مشر حکیم جیفریز په یوه اعلامیه کې ویلي: «ټرمپ او ادارهیې لا هم امریکا په نړۍوال ډګر کې شرموي. د سپینې ماڼۍ نننۍ کتنه له زېلېنسکي سره د شرم وړ وه او یوازې به ظالم دیکتاتور ولادیمیر پوتین نور هم زړور کړي.»
د دې شخړې وروسته، د اروپايي هېوادونو لومړي وزیرانو او ولسمشرانو د زېلېنسکي او اوکراین په ملاتړ د ټولنیزو رسنیو له لارې پیغامونه خپاره کړي دي.
دا غبرګونونه د امریکا او اروپا ترمنځ په تېره بیا د ټرمپ د بیا واک ته رسېدو وروسته د ژور اختلاف ښکارندویي کوي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په ایکس لیکلي: «درناوی هغو ته چې د جګړې له پیله جنګېږي، ځکه هغوی د خپل عزت، خپلواکۍ، بچیانو او د اروپا د امنیت لپاره مبارزه کوي.»
د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک، چې لومړی اروپايي مشر و چې خپل ملاتړ یې اعلان کړ، زېلېنسکي ته ویلي: «تاسو یواځې نه یاست.»
د اروپايي کمیسیون مشره اورسولا وان ډرلین، او د اروپايي شورا مشر انټونیو کوستا په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي:«ستاسو عزت، د اوکرایني خلکو زړورتیا ښیي. قوي اوسئ، زړور اوسئ، بېباکه اوسئ. تاسو به هیڅکله یواځې نه یاست. موږ به له تاسو سره د عادلانه او پایدارې سولې لپاره همکاري کوو.»
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز وویل:«هیڅوک د اوکراینیانو پرتله د سولې غوښتونکي نه دي.»
د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني، چې هم له اوکراین څخه ملاتړ کوي او هم له ټرمپ سره نږدې اړیکې لري، هڅه وکړه چې د دواړو لورو ترمنځ انډول وساتي.
هغې وړاندیز وکړ چې:«یو نړۍوال کنفرانس د امریکا، اروپايي هېوادونو او نورو متحدینو په ګډون جوړ شي، ترڅو د نړۍ د ننګونو، په ځانګړي ډول د اوکراین پر موضوع، بحث وشي.»
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره او د استونیا پخوانۍ لومړۍ وزیره کایا کالاس، په څرګند ډول اعلان وکړ چې امریکا نور د آزادې نړۍ مشري نشي کولی.
هغې د ټرمپ او زېلېنسکي د ناندریو په غبرګون کې وویل:«نن معلومه شوه چې آزادې نړۍ ته یو نوی مشر ته اړتیا ده. دا زموږ، اروپایانو، مسوولیت دی چې دا رهبري پر غاړه واخلو.»
د برېټانیا د لومړي وزیر دفتر هم په یوه اعلامیه کې وویل چې :«لومړي وزیر کییر سټارمر له ټرمپ او زېلېنسکي سره اړیکې نیولي او له اوکراین سره یې پر خپل کلک ملاتړ ټینګار کړی دی.»
د زېلېنسکي او ټرمپ کتنې، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا پرځای ډیپلوماټیک کړکېچ زیات او د امریکا او اروپا ترمنځ هم ناندرۍ زېږولی شي.
په پام کې وه چې د دې کتنې په پای کې د واشنګټن او کییف ترمنځ د اوکراین د طبیعي زېرمو یو تړون لاسلیک شي خو داسې ونشول.