اسلایدشوافغانستانمهم مطالبورزش او ځوانان

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله ‎له پاراګوای سره مخامخ کیږی

دید خبرې آژانس: د هېواد د فوټسال ملي لوبډله به سبا (يکشنبه،د وږي ۱۸مه) له پاراګوای سره دوستانه لوبه وکړي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لوبه به سبا ماښام ۶:۳۰ دقيقې ترسره شي.

دغه فدراسیون ویلي، چې د دواړو لوبډلو د چارواکو په غوښتنه به دغه لوبې له ټلویزیوني خپرولو پرته د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.

د دې لوبې د ترسره کولو موخه د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته د فوټسال د ملي لوبډلې د لوبغاړو چمتووالی ښودل شوی دی.

افغانستان په تایلنډ کې د فوټسال د اتلولۍ په سیالیو کې له دوو بریاوو او دوو ماتو وروسته څلورم ځای خپل کړى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا