اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

حنفي: په هېواد کې هېڅوک زورواکي نه‌شي کولای

دید خبرې آژانس: د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي چې، په هېواد کې فساد پای ته رسېدلی او هېڅوک زورواکي نه‌شي کولای.

ښاغلي حنفي، د پښتونستان څلور لارې او د نادر پښتون واټ د بیارغونې په پرانیستغونډه کې زیاتوي چې، اسلامي امارت د سړکونو، ښارونو او هېواد بیارغونې او پرمختګ لپاره هڅه کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې هکله وویل:«اسلامي امارت د خپلو ښارونو جوړولو ته ژمن دی او موږ ان‌شاالله هڅه کوو چې د هېواد ټول واټونه او ښارونه بیاورغوو او د یوه اباد افغانستان غوښتونکي یو.»

ښاغلی حنفي ټینګار کوي چې، په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او اسلامي امارت له خصوصي سکټوره ملاتړ کوي.

ښاغلی حنفي زیاتوي، کورني او بهرني پانګوال کولای شي چې، په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

عبدالسلام حنفي وايي:«موږ تل د خصوصي سکټور ملاتړ کوو او د اسلامي امارت ترڅنګ، خصوصي سکټور، سوداګر او بهرني پانګوال یوځای کولای شي چې، د افغانستان د پرمختګ لپاره پانګونه وکړي.»

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس په دې پرانیستغونډه کې د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې د خصوصي سکټور رول مهم بولي. ولي ګل جواد زیاتوي، کابل ښاروالۍ د کابل ښار بیارغونې او ښکلا ته ژمنه ده.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رییس ولي ګل جواد څرګندوي:«د پشتونستان ځلور لارې چې په کابل کې موقعیت لري، په دغې څلور لاره کې سل په سله کې یو توپير راغلی او یوه ستره پانګونه په کې شوې، الحمدالله د نړۍ له پرمختللې څلور لارې سره پرتله کېږي او د کابل مېشتو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

کابل ښاروالۍ د یوه خصوصي شرکت په مرسته د پښتونستان څلور لارې او د نادر پښتون ۳۲۰۰ متره واټ چې، شاوخوا ۲۰ مېلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی، ورغول شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا