اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

امریکا: په افغانستان کې له وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوو

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي.

د دغه وزارت یو ویاند فاکس نیوز ته ویلي، په افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه تېره شوې او امریکا نه غواړي چې یو ځلې بیا په دغه هېواد کې جګړه توده شي.

هغه ټینګار کړی، چې په خپله افغانان هم نور د جګړې دوام نه غواړي.

خو په همدې حال کې د امریکا د استازو په جرګه کې د بهرنیو اړیکو د جرګه‌ګۍ مشر ویلي، چې د طا-لبانو پر ضد د ملي مقاومت د جبهې ملاتړ کوي.

مایکل مکال ویلي، چې ډېر ژر به د دغې جبهې له مشر احمد مسعود سره وویني.

د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري چې امریکا ته تللی، له هغه هېواده یې غوښتي چې د طا-لبانو پر ضد مبارزه کې دې امریکا د دوی څخه ملاتړ وکړي.

نوموړي فاکس نیوز ته ویلي:« موږ په دې باور یو، چې که زموږ څخه په کمه کچه هم ملاتړ وشي؛ نو کولای شو، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ جرړلې وباسو.»

نظري دا رنګه ویلي، چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونه د افغانستان د پخواني امنیتي ځواکونو برخه ده چې په تېرو ۲۰ کالو کې د نړۍوالو او امریکايي ځواکونو له‌خوا د ترهګرۍ پر وړاندې روزل شوې ده.

هغه زیاته کړه:« موږ داسې ځواکمن کسان لرو، چې کولای شي د ترهګرو په وړاندې وجنګېږي او دا کار موږ په تېرو درېیو کالو کې پرته له هر ډول ملاتړ څخه ترسره کړی دی.»

فاکس نیوز د شنبې په ورځ لیکلي، چې د بېلابېلو نړۍوالو کړکېچونو او په امریکا کې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو په رانږدې کېدو سره، داسې نه ښکاري چې د امریکا دولت دې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو درې کاله وروسته هم د هغه هېواد د وضعیت په اړه بحث کولو ته لېواله وي.

د فاکس نیوز شبکې دا رنګه ویلي، چې لا هم د امریکا او لویدیځوالو له‌خوا د طا-لبانو په وړاندې د مقاومت خبره له پامه غورځول شوې ده.

تېر کال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د طا-لبانو د واکمنۍ په رانسکورولو کې له تاوتریخوالي او جګړې څخه ملاتړ نه کوي او دا د افغانستان په ګټه هم نه بولي.

بریټانیا ویلي و، چې د طا-لبانو له ادارې سره پرته له عملي تعامل څخه بله لار نه ده پاتې.

د منځني ختیځ په موسسه کې جګپوړې څېړونکې فاطمې امان فاکس نیوز دیجیټل ته ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهه د طا-لبانو د حکومت سرسخته مخالفه ډله ده؛ خو نوموړې دمګړۍ د طا-لبانو پر ځای د بلې ډلې ځای ناستی نه ویني.

هغې ویلي: «په افغانستان کې له یو سراسري پاڅون او د نړۍوالې ټولنې له پراخ ملاتړ پرته، بله هېڅ داسې ډله نه شته چې په ځانته سر وتوانېږي د طا-لبانو د حکومت ځای ونیسي.»

د ازادۍ جبهه او د ملي مقاومت جبهه دوه سیاسي او پوځي ډلې دي، چې له طا-لبانو د بیا واکمنېدو وروسته یې سر راپورته کړی او له دغې ډلې سره وسله‌واله جګړه کوي.

دغو دواړو جبهو په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طا-لبانو پر ضد یو لړ عملیات هم کړي دي.

د فاکس نیوز خبري شبکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په اشارې لیکلي، چې طا-لبانو د خپلو ژمنو په خلاف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له هغې ډلې د القاعده شبکې لپاره د راټولېدو زمېنې برابرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د القاعده شبکې لپاره اډې او مرکزونه جوړ کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا