اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مولوي عبدالکبیر: ګاونډيان د ستونزو له جوړولو لاس واخلي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د رييس الوزراء سیاسي مرستیال د وچې میوو له یو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې ویلي، ګاونډي هیوادونه بايد د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو له جوړولو لاس واخلي او د دوه اړخيزه سوداګرۍ د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت بیا وايي: د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي کبیر و ویل، پاکستان لوری دی د افغان سوداګرو له ځورولو لاس واخلي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره دې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په لوګر کې د تازه میوو او سبزۍ د صادرونکو د ستونزو د څیړلو په موخه جوړه شوې غونډه کې د افغان صادراتي توکو پر وړاندې د پاکستان له لوري د بندرونو پر تړل کېدو په نیوکې سره وایي چې افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د ټرانزیټي نښلون لاره ده او کولای شي د پاکستان د صادراتي توکو پر وړاندې هم بندرونه وتړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزی وايي: زموږ له پاکستانه غوښتنه دا ده چې افغانستان د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ لار ده. موږ هم کولای شو بالمثل عمل وکړو. موږ هم کولای شو خپلې پولې وتړو خو موږ نه غواړو چې خپل ګاونډي ته چې مسلمانان وروڼه دي دا ستونزه پیدا شي.

ښاغلي ستانکزي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د اسلامي امارت له لوري د مالیې، زکات او عشر اخیستو ته په نغوتې سره وايي چې له دې لارې راټول شوي عواید د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره په بیلابیلو برخو کې لګول شوي دي.

هغه زیاته کړه: نن ستاسې هره روپۍ، هره پېسه چې دولت ته یې ورکوئ، که په هر نوم وي، په نامه د عشر، په نامه د ذکات، په نامه د مالیې، دا بې ځایه نه ځي.

د دغه پروګرام مسوول ګډونوال هم په هېواد کې د برېښنا اهمیت ته په پام وايي چې اسلامي امارت د هېواد په دریو برخو کې د لویو پروژو په پلي کېدو سره هڅه کوي چې تر دوه یا دریو کلونو پورې د افغانستان هره سېمه له برېښنا څخه برخمن شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا