اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو په غزنې کې د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول نیولی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د خبريالانو مرکز په يوې اعلاميه کې د خپلو سرچینو له قوله ويلي، چې طا-لب استخباراتو دوې ورځې وړاندې خبريال او په غزنې کې د «خوشحال» سيمه ييزي راډيو مسوول حکمت ارين نیولی دی.

سازمان په دې اړوند اندېښنه ښودلې او زياتوي، چې د نیول شوي خبريال د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

د افغانستان خبريالانو د ملاتړ سازمان د چهار شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې طا-لب استخباراتو په غزنې کې خبريال حکمت ارين د نامعلومو تورونو پر بنسټ نيولی، چې کورنۍ او دوستانو ته یې د برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.

دغه سازمان په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زياتوي: «په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرکندوي چې لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.»

د افغانستان د خبريالانو سازمان ويلي، چې د طا-لبانو له لوري د خبريالانو سره ناوړه چلند دا روښانوي، چې دغه ډله لا هم د بیان ازادۍ ته ژمنتيا نه لري.

سازمان په غزني کې د خبريال او «خوشحال» سيمه ييزې راډيو د مسوول حکمت ارين نیول کېدل غندلي او د طا-لبانو څخه یې د هغه د ژر خوشي کېدو غوښتنه کړې.

په تېرو درېیو کلونو کې طا-لبانو لسګونه خبریالان نیولي او د رسنیو پر ازادو فعالیتونو یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

په وروستیو کې دغې ډلې په کورنیو رسنیو کې د سیاسي خپرونو پر ژوندیو خپرونو بندیز لګولی او هغه وخت دا خپرونې خپرېدلی شي چې له ثبت وروسته یې منځپانګه د دغې ډلې له خوا تایید شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا