اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طا-لبانو د شتمنیو د آزادولو لپاره د بریتانیا مرستې غوښتونکې شوه

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر رابرت ډیکسن د طا-لبانو د سوداګرۍ خونې له غړو سره لیدلي دي.

په دغې لیدنه کې د طا-لبانو د سوداګرۍ خونې مرستیال د بریتانیا سفارت له شارژدافیره غوښتي، چې د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو په ازادولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

د طا-لبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یونس مومند په قطر کې د بریتانیې سفارت له دغه چارواکي سره ژمنه کړې چې طالبان به له نړۍوالو سره په اړیکو کې ارزښتناک ګامونه پورته کړي.

بریتانیا د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د طا-لبانو سره د بریتانیا د حکومت اړیکي د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو له مراعتولو سره تړلي بولي.

د طا-لبانو د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند د بریتانیا استازي ته ویلي، چې افغانستان د منځنۍ، سویلي او مرکزي اسیا تر منځ د اتصال حیثیت لري او له افغانستانه دغو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو لېږد په عادي بڼه دوام لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې طا-لبان له نړۍوالو څخه د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کوي؛ تر دې وړاندې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې وه.

واک ته د طا-لباو له رسېدو وروسته، له ۹ مېلیارډ ډالرو د افغانستان زیاته شتمني په امریکا او نورو اروپايي بانکونو کې کنګل شوه.

امریکا د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۲۱مه د دغې شتمنۍ د ساتلو لپاره په سویس کې اماني صندوق جوړ او د دغې شتمنۍ درې نیم مېلیارډه ډالر یې دغه صندوق ته ولېږدول.

له دغه صندوق څخه د مالي کړکېچ د مخنیوي، د برېښنا د بېلونو ورکړه، د پاسپورټونو او بانکي پیسو د چاپولو او نورو برخو کې کار اخیستل کېږي.

رابرت ډیکسن د طا-لبانو له دغه پلاوي سره د لېدو په اړه کوم بیان نه دی خپور کړی؛ خو نوموړي د جمعې په ورځ د یو شمېر نارینه او ښځینه افغان سوداګرو سره لیدلي و.

نوموړي په دې برخه کې لیکلي و:« د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې به د هغو مېرمنو ملاتړ وکړي، چې دا مهال د طا-لبانو تر ظلم او ستم لاندې دي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا