اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

مجاهد: دا/عش د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللې

دید خبرې آژانس: دغه څرګندونې د طا-لبانو ویاند زبیح الله مجاهد د دا/عش د هغې ډلې له نیولو وروسته کړې، چې د نوموړي په خبره په کابل کې یې پر څارنوالانو او بامیانو کې پر سیلانیانو بریدنو کې لاس درلود. مجاهد وايي، په افغانستان کې یې د داعش ډله سخته ځپلې او اوس پاکستان ته لېږدول شوې ده.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دا/عش خراسان څانګې مشران او نور غړي د طا-لبانو له ځپونکو عملیاتو وروسته د پاکستان بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته تللي دي.

د طا-لبانو ویاند له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه داعش خراسان څانګې د مشرانو وتلو او پاکستان ته د تللو معلومات یې له هغه وروسته ترلاسه کړي، چې په کابل او ننګرهار کې یې د عملیاتو پر مهاله د دا/عش هغه ډله ونیوله چې په کابل کې پر څارنوالانو او په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو په بریدونو کې لاسه درلود.

مجاهد وايي، له یادو کسانو سره یې یو تن تاجکستانی وګړی هم نیولی چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.

مجاهد زیاتوی، چې د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه په کابل کې پر څارنوالانو بریدګر د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې د دا/عش خراسان څانګې له رونیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې د یولړ نورو عملیاتو په پایله کې د دا/عش دوه غړي وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې په نیول شویو دا/عشیانو کې یو شمیر یې تازه د بلوچستان ایالت مستونګ کې د دا/عش خراسان څانګې د روزنیز کمپ څخه تازه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، د داعش خراسان څانګه په پاکستان کې روزنیز کمپونه لري، او له هغه ځایه په افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.

د نوموړي په خبره همدا ډله د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې هم د دیني عالمان، مذهبي او سیاسي ګوندونو غړي په نښه کوي.

پاکستان تر اوسه پورې د ذبیح الله مجاهد د دغوڅرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا