اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

سي ان ان: ۴٨سلنه رایې ورکوونکي د هرېس او ٤٧سلنه د ټرمپ ملاتړ کوي

دید خبرې آژانس: په وروستۍ نظر پوښتنه کې چې د سي اېن اېن لخوا ترسره شوې، په سلو کې ۴۸ کسانو د امریکا ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونلډ ټرمپ د اوسني ولسمشر مرستیالې او د ډیموکراټانو د نوماندې کامالا هرېس ملاتړ کړی دی.

د راپور پر بنسټ، په متحده ایالاتو کې د احتمالي رایو ورکوونکو په منځ کې، شاوخوا ٢ سلنو يې ویلي چې دوی د لیبرتارین چیس اولیور او ١ سلنه د زرغون ګوند نوماند جیل سټین ته رایه ورکوي؛ یو حاشیه چې ښیي هیڅ روښانه مشر شتون نلري.

راپور کې راغلي، چې دا د دې دوبي د پیل په پرتله د سیالۍ په وړاندې د رایې ورکوونکو په چلند کې لوی بدلون دی.

په وروستي ملي ټولپوښتنه کې، لږ وروسته له هغه چې اوسني ولسمشر او دیموکراتانو پخواني نوماند جو بایډن د ولسمشريز ټاکنو کې د کمپاین پای ته ورساوه او آغلې هرېس د دیموکراتانو نوماندۍ لپاره سیالي ته ننوتله، د هغې ملاتړي په مساوي ډول د هغه چا تر منځ چې د هغې ملاتړ یې کاوه او د هغو کسانو چې د ټرمپ ضد و، ووېشل شول.

د يادولو وړ ده، چې د رای ورکوونکو ترمنځ د جنسیت له مخې د پام وړ توپیر شتون لري. د وروستي نظرپوښتنې له مخې، شاوخوا ٥١سلنه خپلواکو مېرمنو د هرېس ملاتړ کړی او ٣٦سلنه مېرمنو د ټرمپ ملاتړ کړی دی. پداسې حال کې چې دا احصایه د نارینه وو لپاره یو څه توپیر لري. ۴۷ سلنه خپلواکو کسانو د ټرمپ او ۴۰ سلنه د هرېس ملاتړ وکړ.

تېره ورځ، د اېن بي سي نیوز د نظرپوښتنې پایلې وښودله چې هرېى له خپل انتخاباتي سیال ټرمپ څخه اته سلنه مخکې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا