اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په غلام خان بندر کې یو ځل بیا د طا-لبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه

دید خبرې آژانس: له سیمې څخه وایی چې د جمعې په ورځ د خوست په غلام خان بندر کې د طا-لبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه یو ځل بیا په ځايي وخت د ماښام په شپږو بجو پیل شوې او اوس هم روانه ده.

تیره ورځ هم ځايي طا-لب سرچینو منلې وه چې شپږ ساعته یې پاکستاني ځواکونو سره جکړه کړې، خو د دغې جګړې لامل لا نه دی معلوم او له لومړنۍ جګړې د ۲۴ ساعتونو په تیریدو سره لا هم طالبانو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د ګربز ولسوالۍ اړوند سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د طا-لبانو له خوا ورته ویل شوي چې خپل کورونه پریږدي، ځکه چې دغه ډله له پاکستاني ځواکونو سره جکړه کوي، خو د جکړې د لامل په اړه ورته څه نه دي ویل شوي.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو په بیلابیلو سیمو کې وار – وار سره د طا-لبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې شوي دي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نوو تاسیساتو جوړول و او کله یې علت نه و معلوم.

سره له دې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال، د پاکستان او طا-لبانو ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې وې، خو اوس داسې ښکاري چې دغه پخواني‌ ملګري ظاهرا په کوم څه سره وران شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا