اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

هبت الله آخندزاده: د بشري حقونو مدعیان خپله سرغړوونکي يي دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو دلی مشر هبت الله آخندزاده وایي، هغه هېوادونه چې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د سرغړونې ادعا کوي، خپله له بشري حقونو سرغړونه کوي.

شیخ هبت الله اخندزاده د سرپرست حکومت له مسوولینو غوښتي چې د هېوادوالو د حقونو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او له ظلم، تکبر او غرور ډډه وکړي.

د اسلامي امارت رهبر و ویل: « د عدالت او بشري حقونو خبرې کوئ خو بله ورځ پر مظلومانو او بې دفاع خلکو بمبار کوئ.»

شیخ هبت الله اخندزاده ویلي، مسوولین باید هڅه وکړي چې په هېواد کې شر را پورته نشي او د دې یوازینۍ لار یووالی او همغږي، د هېوادوالو په ځانګړې توګه د مظلومانو د حقونو خوندیتوب، له مسوولینو سره د خلکو مرسته او دغه راز له خلکو سره د مسوولینو مرسته او له غرور او تکبر مخنیوی دی.

د اسلامي امارت رهبر و ویل: « کوښښ وکړئ چې سر پیدانشي، علما دې هڅه وکړي، مجاهدین دې هڅه وکړي، دغه شر له څه سره لمنځه وړل کیږي؟ دغه شر له یووالي، اطاعت او همغږۍ لمنځه وړل کیږي.»

د اسلامي امارت مشر وایي، نوموړي د دوحې خبرو اترو پر مهال د اسلامي امارت استازو ته ډاډ ورکړی و، چې دوی د پرېکړې کولو برخه کې خپلواک نه دي او باید اسلامي شریعت ته ژمن وي او ټولې پرېکړې او احکام باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وي.

د اسلامي امارت رهبر کندز کې هم د وینا پر مهال ویلي، امریکا افغانستان کې په خپل شل کلن حضور کې له فکري جګړې ګټه پورته کړې او یو نسل یې اغېزمن کړی دی.

شیخ هبت الله اخندزاده ویلي: « د خلکو په فکر او عقیده یې کار کړی، خلک ورسره عادت شوي دي، تېرو شلو کلنو کې ورته زمینه برابره وه.»

د اسلامي امارت مشر دغه راز وایي، دیني عالمان باید مجاهدینو ته فرمان ورکړي او که په ټولو ولایتونو کې د عالمانو شوراګانې جوړې شي، نو مسوولین به د شریعت خلاف کار ونه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا