اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د ملګرو ملتو سرمنشي د افغانستان په اړه کره معلومات نه لري

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي معلومات ډېر کمزوري دي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د ددولتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې وکړې.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې هیڅ غیر مسئوله وسله والې ډلې شتون نلري او په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان له خاورې هیڅ هیواد ته زیان نه دی رسیدلی.

هغه وايي، تراوسه د افغانستان هېڅ ګاونډي په افغانستان کې له روان وضعيت څخه شکایت نه دی کړی.

ښاغلی متقي زياتوي، له بده مرغه د ملګرو ملتونو سرمنشي د معلوماتو د ترلاسه کولو او حقایقو د بیانولو پر ځای داسې تورونه ولګول چې د ده له شان سره مناسب نه وو.

امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت په خبري غونډه کې دغه راز ویلي، هر هغه چا چې افغانستان کې ماتې خوړلې، بیا افغانستان ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په عين حال کې وایي چې د بندیزونو د لیرې کولو او له تور لیست څخه د یو شمېر افغان چارواکو د نومونو د ایستلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د ده په وینا؛ اوس‌مهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د تعاملاتو او ډیپلوماتیکو اړیکو کچه لا پیاوړې شوې ده.

ښاغلی متقي په داسې مهال د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پرمختګ خبره کوي چې تراوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا