اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د بشري حقونو د څار: ط-البان د ښځو پر حقونو په سيستماتيک ډول برید کوي

 بشري حقونو د څار سازمان وايي، طا-لبان په سيستماتيک  ډول د افغان ښځو پر حقونو برید کوي او له بشپړې زده کړې د نجونو په محرومولو سره د دغه هېواد د پوهنې نظام او خلکو ته جدي زیان اړوي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز«د ښځو  پر ضد برید» دی چې د افغانستان په ښوونیز نظام کې د جنسیتي نابرابرۍ بنسټ جوړوي او دغه بندیز د افغانانو د ژوند ټول اړخونه اغیزمن کړي دي. د دې هېواد د راتلونکي لپاره منفي ټولنیزي، پرمختیایي او اقتصادي پایلې لري.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طا-لبانو د دغه عمل زیانونه او تاوانونه د هرې ورځې په تېرېدو سره چې د نجونو پر زده کړو بندیز پر خپل ځای پاتې دی، زیاتېږي.

د بشري حقونو د څار اداره همداراز ټینګار کوي، سره له دې چې د افغان نجونو د زده کړو مسٸلې په نړیواله کچه ډېر بحثونه راپارولي دي، خو حکومت او نړیوالو بنسټونو پر طا-لبانو د دغه بندیز د لغوه کولو لپاره کوم اغېزمن ګام نه اخيستی.

د دغه سازمان د خبرپاڼې په يوه برخه کې راغلي: «د نجونو پر زده کړو د طا-لبانو بنديز د افغانستان راتلونکى په بېلابېلو برخو کې د ښځينه ډاکټرانو، ښځينه نرسانو، ښځينه ښوونکو او لوستو ښځو له جدي کمښت سره مخ کوي.

دا کار په افغاني ټولنه کې د ښځو ونډه نوره هم کمزورې کوي او د یوې نابرابرۍ، منزوي او غریبې ټولنې چې د ښځو د معنالرونکي ګډون باطلوي، رامنځته کېدو لامل کېږي.»

د بشري حقونو د څار ډله وايي، د طا-لبانو له خوا د «تبعیضي بندیز» له کبله لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي.

د بشري حقونو دغه نړیوال سازمان زیاتوي، چې طا-لبان باید ژر تر ژره د نجونو پر منځني زده کړو خپل دروند بندیز پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته د باکیفیته او باآمنه زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر طا-لبانو فشار راوړي، څو ژر تر ژره خپل بندیزونه ليرې کړي او د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانستلو په اړه خپلې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا