اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د جمهوریت چارواکو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې دوام

دید خبرې آژانس: ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طا-لبانو له لوري د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني حکومت د چارواکو او د پخواني حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې دوام لري.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) لږترلږه څلور د غیر قانوني وژنو، نهه په خپل سر د توقیف او شپږ د پخواني حکومتي چارواکو او پخوانیو افغان پوځیانو د شکنجې او ناوړه چلند قضيې ثبت کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، یوناما د «ملي مقاومت جبهې»سره د تړاو په تور د خلکو د خپلسري نیولو یوه قضیه او د غیر قانوني وژنې یوه قضیه هم ثبت کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا