اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د امریکا کانګرس غړي په ویانا کې د طا-لبانو د مخالفانوغونډې ملاتړ کوي

دید خبرې آژانس: د امریکا ولسي جرګې غړي ټیم برچیټ د چهارشنبې په ورځ د «ویانا له بهیر» د ملاتړ لپاره ولسي جرګې ته یو پلان وړاندې کړ چې په کې د مقاومت جبهه او د طا-لبانو نور مخالفان شامل دي.

دغه پلان پر امریکا او نورو هېوادونو غږ کوي چې د ویانا په غونډو کې برخه واخلي.

د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طا-لبانو د مخالفانو یوې ډلې د اتریش په پلازمینه ویانا کې څو غونډې وکړې.

د غبرګولي په میاشت کې په خپله وروستۍ غونډه کې، د طا-لبانو ۷۰ تنو مخالفو څېرو د «سیاسي یووالي او د ازادو افغانانو ترمنځ د یوه روښانه او ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو» خبرې وکړې.

ټیم برچیټ د ویانا بهیر د طا-لبانو ضد سیاسي ځواکونو لپاره د یوه ټول‌ګډونه چوکاټ په توګه بیان کړ.

د جرګې دغه غړي په یوه بیان کې ویلي، «دغه پلان طا-لبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه غندي او پر امریکا غږ کوي چې په ویانا او نورو هېوادونو کې له دغه بهیر سره د یو ځای کېدو لپاره ګډون وکړي.»

له طا-لبانو سره پر اړېکو سربېره، د امریکا او اروپا استازو د مقاومت له جبهې او نورو طا-لب ضد ځواکونو سره خپل واټن خوندي ساتلی. خو په یوه نوي پرمختګ کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال پرون په واشنګټن کې د مقاومت د جبهې له استازو سره وکتل.

د ښاغلي برچیټ په پلان کې راغلي، چې د ویانا غونډه د دې وړتیا لري چې «د طا-لبانو پر وړاندې یوه متحده جبهه جوړه کړي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره لاره هواره کړي.»

برچیټ له ولسي جرګې وغوښتل چې د ویانا د بهیر د ملاتړ لپاره دغه پلان د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو ته واستوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا