اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د امریکا پخوانی پوځ: امریکا ځینې چارواکي له طا-لبانو سره خواخوږي لري

دید خبرې آژانس: پخوانی امریکايي پوځي شان راین وايي، واشنګټن د ځینو نادولتي موسسو مالي ملاتړ کوي چې هغوی دا پیسې د طا-لبانو د اکمالولو لپاره کاروي.

راین افغانستان انټرنشنل ته ویلی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي له طا-لبانو سره «خواخوږي» لري.

د امریکا د پوځ دغه پخوانی غړی چې کلونه یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، د طالبانو په وړاندې د جوبایډن ادارې پر تګلارو نیوکې کوي.

شان راین ویلی چې د بایډن او هریس ادارې ط-البان بښلي، خو د امریکا خلک او پوځ یې نه بښي.

هغه وویل یو شمېر امریکایي چارواکي په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي له طا-لبانو سره «خواخوږي» لري او له دغې ډلې سره په خبرو بوخت دي.

دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي ویلي، امریکا ته په افغانستان کې د طا-لبانو او ترهګرو ډلو ګواښ جدي دی، ځکه د ده په خبره د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو بودجه ۵۰۰ زره ډالره وه، خو اوس طا-لبان هر کال یو میلیارد ډالره ترلاسه کوي.

هغه وويل چې دا مهال د امريکا استخباراتي ادارې له افغانستانه له ٩٠ سلنې کم معلومات ترلاسه کوي ځکه له هېواده بهر فعاليت کوي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو نشتوالی د امریکا او د نړۍ نورو برخو ته زیان رسولی شي.

هغه زیاته کړه چې د بایډن اداره د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ۲۱ ترهګرو ډلو ګواښونه جدي نه ګڼي.

ښاغلي راین وویل د امریکا اوسنۍ اداره دا ګواښ جدي نه نیسي چې طا-لبان «ترهګرو ته پاسپورټونه ورکوي او دوی کولی شي د متحده ایالاتو د سوېلي پولو له لارې امریکا ته ننوځي.» دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي ویلي چې د بایډن د ادارې لومړیتوب له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او دغه هېواد د رسنیو له پامه غورځول دي.

هغه وویل چې هغه څه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وشول نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ او امریکایانو ته یې د جوبایډن د ادارې منفي انځور وړاندې کړ.

ښاغلي راین وویل، ډېری امریکایان غواړي چې د افغانستان د ازادۍ لپاره د طا-لبانو ضد مقاومتي ډلو ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د واشنګټن د پخوانیو ملاتړو ساتنه وکړي.

شان راین وویل، که د امریکا حکومت بدل شي، له طا-لبانو سره به د واشنګټن چلند هم بدل شي او راتلونکی حکومت کولای شي د مقاومت له ډلو ملاتړ وکړي او له افغانستانه نورو هیوادونو ته ګواښونه جدي ونیسي.

هغه وویل، احتمال شته چې که ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته راستون شي، نو طا-لبان به د دوحې تړون د مادو د نه عملي کولو له امله وپوښتي او له دغې ډلې سره مالي مرستې به ودرول شي.

هغه وویل چې د استخباراتي چارواکو، ډیپلوماتانو او کانګرس غړو خبرې به د مقاومت له ډلو سره نورې هم زیاتې شي.

د هغه په وینا، که ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي، واشنګټن به د مقاومت او طا-لبانو ضد ځواکونو د سره یو ځای کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

ښاغلي راین وویل، که د بایډن مرستیاله کمالا هریس ټاکنې وګټي، د امریکا تګلاره به په همدې ډول دوام وکړي.

شان راین وویل چې اوس مهال د طا-لبانو پر وړاندې د مقاومت ډلې د مهماتو، وسلو او جنګیالیو له کموالي سره مخ دي.

هغه دا هم وویل چې هغه اوازې اوریدلې چې د مقاومت ډلې له خصوصي پوځي سازمانونو سره خبرې کوي.

راین، چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې د واشنګټن د افغان ملاتړو ترڅنګ جنګېدلی، وویل چې هغه او د امریکا نور تجربه کاران له افغانستان څخه د امریکا د «خونړي» وتلو له امله په غوسه او خپه وو.

راین وویل چې د طا-لبانو ضد مقاومت ځواکونه د واشنګټن لپاره «د باور وړ شریکان» کیدلی شي.

هغه وویل، د طا-لبانو ضد ځواکونو ۲۱ کاله د امریکايي ځواکونو تر څنګ جګړه کړې، روزنه یې ترلاسه کړې او اوس د «نړۍ تر ټولو غوره» جنګیالي دي.

شان راین په یوه وړاندیز کې له طا-لبانو سره د مالي مرستو د بندولو او د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ته د کانګرس د بلنې غوښتنه وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا